د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امان ګلدیف دانیار سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو سوداګري او ټرانزیټي اړیکو هر اړخیزې خبرې شوي.
د بهرنیو چارو وزیر قرغز پلاوي ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د امنیت او ثبات په برخه کې وروستیو پرمختګونو د تجارت او ترانزیټ د ودې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي.
نوموړي د افغانستان په تړاو د قرغزستان له سیاستونو څخه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده؛ د قرغزستان له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي، تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي.
مولوي امیر خان متقي ویلي؛ اوس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو امکاناتو لویې اقتصادي پروژې پیل کړې دي او افغانستان چمتو دی، چې لویې سیمه ییزې پروژې لکه کاسا ۱۰۰۰ باندې عملي کار پیل شي.
د قرغزستان د اقتصاد او تجارت وزیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې پراخې اړیکې لري او اوس دا پوټنشل رامنځ ته شوی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات لا زیات شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په تجارتي، ترانسپورتي، ټرنزیټي، انرژي، زراعتي او لوړو زده کړو په برخه کې د ګډ کار ښه فرصتونه شته.
امان ګلدیف دانیار ویلي، افغانستان کې له وروستي مثبت بدلون وروسته په ډېرو برخو کې د ګډ کار فرصتونه رامنځ ته شوي دي.
د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ویلي؛ له ځان سره یې په دې سفر کې د قرغز سوداګرو یوه ډله هم راوستې ده، تر څو د افغانستان له حکومت او خصوصي سکټور سره کاري تجارتي خبرې اترې ولري.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پای کې غوښتنه کړې، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي او ډاډ یې ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزارت د دوو اړخیزو اړیکو په ټولو برخو کې ملاتړی دی.