ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ګمرکي عوارضو نوی لارښود د مالیې وزارت له لوري منظور شو

د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته اسانتیاوي رامنځته کولو، د بيروکراسۍ ختمولو او یو لړ مثبتو بدلونونو رامنځته کولو په موخه د ګمرکي عوارضو نوی لارښود په پینځو مادو، پښتو او دری نسخو کې چمتو او د مالیې وزارت مقام له منظورۍ وروسته د هېواد ټولو ګمرکونو ته خپور شوی.

دا چې په ګمرکي فیسونو او عوارضو کې یو لړ بدلونونه راغلي ول، د ګمرکونو لوی ریاست په ټولو ګمرکونو کې د یو شان اجراآتو په موخه پخوانی لارښود لغوه کړ او پر ځای یې نوی لارښود ترتیب کړ، چې له دې وروسته به د اجرا وړ وي.

په مخکني لارښود کې خدماتي فیسونه او د نورو امارتي ادارو فیسونه، چي د ګمرکونو له لوري اخیستل کېدل او همدا رنګه د سیسټم او عوایدي کوډونه نه ول لیکل شوي؛ خو په دې نوي لارښود کې د ګمرکي ادارو او سوداګرو د لا ښه پوهاوي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه فیسونه او ګمرکي عوارض په څلورو برخو (واردات، صادرات، ټرانزیټ او متفرقه) وېشل شوي او په واضح ډول لیکل سشوي دي.