د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نور الله نوري او د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو او اوبو لګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د کانال اړوند د ځمکو د تصفیې او پکې میشتو بېځایه شویو کورنیو د سرنوشت ټاکلو په موخه ننګرهار ته سفر کړی.
یاد پلاوي په ننګرهار کې د اړوندو ریاستونو له رییسانو سره لیدنه کړې او د یادې موضوع په هکله لومړنۍ خبرې شوي.
د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر ویلي؛ یاد پلاوی د کډوالو د عالي کمېسیون د پریکړې له مخې راغلی او هدف یې د کانال په ځمکو د میشتو بېځایه شویو د سرپناه او سرنوشت په هکله تصمیم نیول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ټولو افغانانو پر وړاندې مسول او ژمن دی، چې د دولت او ملت ټولو حقوقو او ستونزو په پام کې نیولو سره بې سرپناه او بې سرنوشتو کورنیو ته د کور او کار جوړولو زمینه برابره کړي.