ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې معیاري طبي کمپلېکس جوړیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت د اراضۍ استازو په کابل کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو په اړه خبرې کړي.

 دغه ناسته د اسلامي امارت د کابینې د روان کال د ۱۰مې ګڼې ناستې د پرېکړې د پلي کېدو په موخه شوې، چې په کې د ځمکې د تشخیص لپاره په اړینو موضوعاتو خبرې شوي.

 د عامې روغتیا وزارت استازي ویلي؛ وزارت یې غواړي داسې ځای کې ستر معیاري طبي کمپلېکس ورغوي، چې له ښاري ګڼې ګوڼې لرې او د خلکو لاسرسی ورته اسان وي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کړې؛ تر څو خپله غوښتنه له معیارونو او مشخصاتو سره سم په لیکلې بڼه کمېټې ته را واستوي، کمېټه به بیا د غوښتنې مشخصاتو او معیارونو ته په کتو د ځمکې په تشخیص او غوراوي کار وکړي.

 د عامې روغتیا وزارت استازي ویلي، د راتلونکې اونۍ تر یکشنبې ورځې به خپله غوښتنه او معیارونه په لیکلې بڼه له کمېټې سره کړي.