د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد علی حنفی سره لیدنه کړې.
په دغې لیدنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې مرستیال رحمتالله رؤفي، د کندهار د خوړو او درملو رییس حافظ حمیدالله او یو شمېر نورو مسولینو هم شتون درلود.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ادارې د مخنیکي او اوسنی وضعیت په تړاو هر اړخیز معلومات شریک کړي او ویلي يي دي؛ دا اداره مخکي یوازې او یوازې تر مرکز پورې محدوده وه، ولې اوس په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري.
ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې؛ د بېکیفیته خوړو او درملو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ هڅې روانې دي او هم داخلي تولیدات د پخوا په پرتله ۱۵ سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار بسنه کوي او په وینا يي، دوی ته د داخلي تولیداتو پرمختګ لومړیتوب لري.
د کندهار سرپرست والي په ټول هېواد کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ورستیو کړنو او فعالیتونو په پار مننه کړې او ویلي يي دي؛ دا چي ورځ تر بلې هېواد کې د بېکیفیته خوړو او درملو مخنیوی کیږي دا یې د خوړو او درملو ملي ادارې د ښې او هڅاندې رهبرۍ بېدریغه کوښښونه بللي.
په پای کې په یاده برخه کې د ټولو شته ستونزو او هم یې د حل پر لارو چارو خبرې شوي.