د سیمهییزې همکارۍ لپاره د افغانستان ابتکار
مخینه:
د افغانستان اسلامي امارت له فتحې وروسته کوښښ کړی، چې د خپل اقتصاد محوره او متوازن سیاست پر مټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نږدې اړیکې جوړې کړي.
له هغو هېوادونو پرته چې افغانستان کې مستقیما له افغان ملت سره په جګړې کې ښکېل و، د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی چې د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو سره نږدې او مثبتې اړیکې جوړې کړي.
په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزرات مشرتابه مناسبه وګڼله چې په کابل کې د سیمې د هیوادونو د خاصو استازو په سطحه یوه سیمه ایزه غونډه راوبولي تر څو د مشترکو مسائلو په باب د لا زیاتې سیمه ایزې همکارۍ لپاره باور جوړونه وکړي.
اهداف:
دا سیمهییزه غونډه د لاندې اهدافو لپاره راغوښتل کېږي:
– د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د مثبت تعامل نوی فصل.
– د سیمهییزو همکاریو په باب همغږي.
– د سیمې په سطحه یو ګډ منطقه محور روایت رامنځ ته کول.
– د سیمې له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره شریک کار کول.
توضیح:
د افغانستان اسلامي امارت په غونډه کې شریکو هېوادونو ته د دې ډاډ ورکړ، چې له سیمې سره مثبتې اړیکې د افغانستان حکومت لپاره لومړیتوب لري.
اسلامي امارت وغوښتل چې د سیمې هېوادونو ته دا پیام ورسوي چې افغانستان د سیمهییز اتصال په اقتصادي پروژو، سیاسي محورونو او منطقوي ابتکاراتو کې د فعالې ونډې لرلو ته چمتو دی.