د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید د یوه پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته رسمي سفر کړی او هلته یې د کندوز ګمرک د چارو د ارزونې ترڅنګ د کندوز له والي مولوي نثار احمد نصرت او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره جلا – جلا لیدنې کړي.
د ګمرکونو لوی رییس د کندوز ولایت د شېرخان بندر له سرحدي ګمرک څخه د لیدني پر مهال د یاد ګمرک مسولینو او کارکوونکو ته د همکارانو او اړوندو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو، پر خپل وخت سره د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې او د سوداګریزو توکو د طۍ مراحلو د لا چټکتیا په برخو کي لازمې سپارښتنې کړي.
نوموړي د کندوز له والي سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په لا ودې او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
د ګمرکونو لوی رییس په دې سفر کې د کندوز ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم لیدنه کړې، چې په دې کتنه کې نوموړي د سوداګرو ستونزې اوریدلي او د ژر حل کېدو ډاډ یې ورکړی.
د ګمرکونو لوی رییس د هېواد د ګمرکي چارو د ارزونې ترڅنګ د سوداګرو ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي.