ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ سریلانکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د سریلانکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ په ډاګه کړ، چې لوبه یې د راتلونکې جمعې په ورځ (د فبروري میاشتې په دویمه) د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیلېدونکې ده.

ورپسې به ډېر ژر د یاد هېواد پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره هم نوملړونه په ډاګه شي.

په ۲۰۱۷م کال کې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې اتمه ټېسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې یوه، د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیز نوملړ په پام کې نیولی دی چې، د ملي لوبډلې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپي او نوید ځدراڼ ته پکې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی میرویس اشرف په دې اړه ویلي؛ د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې ډېر ښه نوملړ جوړ کړی دی، چې ټول کسان یې په اړوند کمپونو کې له ځلېدو او غوره کارکردګۍ وروسته یاد نوملړ ته وراضافه کړي دي.

په همدې موخه ورته په ننګرهار او متحده عربي اماراتو کې شا وخوا ۲۰ ورځې کمپ نیول شوی و.

د نوموړي په وینا؛ د لومړي ځل لپاره د سریلانکا پر وړاندې ټېسټ لوبه ترسره کوو او سږ کال د کرېکټ د نورو بڼو ترڅنګ د ټېسټ لوبو له اړخه هم بوخت کال لرو، چې یوازې په روان کال کې به اووه ټېسټ لوبې ترسره شي او ترڅنګ به یې د ټېسټ لوبو لپاره هم یوه پياوړې لوبډله ولرو.

د سریلانکا پر وړاندې لومړنۍ ټېسټ لوبه د راتلونکې فبروري میاشتې په دویمه نېټه پیلیږي، چې د یادې لوبې وروسته به د فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ او ورپسې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.