ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه!

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه راپور خپور شوی.

په دې راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو پرمختګونو ته اشاره شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۲ په نسبت په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د ۲۰۲۲ په پرتله په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکي او غیرې خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د ۲۰۲۲ په نسبت په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د عوایدو کچه لوړه شوې او د دې ټولو په خوا کې د وارداتو اندازه هم پورته شوې. له دې څخه جوتیږي چې افغانستان کې د خلکو د پېر توان زیات شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دغه راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي، ستایي او هغه برخې چې له عیني واقعیتونو څخه لرې دي، ردوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک په څېر نړېوالو بنسټونو څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې عیني واقعیتونه منعکس کړي.

د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور دی که‌ چېرې نړیوال سازمانونه او مرستندویه ادارې د تضاد پر ځای مثبت تعامل ته مخه او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې همکاري وکړي، په پایله کې به یې نوي کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد په اقتصادي وضعیت به مثبت تاثیر وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت