ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد یو شمېر لویې لارې د سختې واورې اورښت له امله تړل شوي

د ټولګټو وزارت د هېواد د په یو شمېر لويې لارې د سختې وارې د اورښت او دوامداره طوفان له امله د ترافیکو پرمخ د تړل کېدو خبر ورکړی.

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا واورینه ده او یاده لویه لار د تیزې واورې د اورښت او دوامداره طوفان له امله د ترافیکو پرمخ بنده ده.

غور: په دغه ولایت کې د واورې اورښت دوام لري او د یاد ولایت اړوند غور – کابل لویه لار، لعل – سرجنګل او د دولینې ولسوالۍ لار چې شپږ نورې ولسوالۍ هم سره نښلوي دا مهال د وارې د تیز اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

 بامیان: د دغه ولایت اړند پوسته شش پل – حاجیګک کوتل، آقرباط کوتل، یک اولنګ – شاتو کوتل، د پنجاب ولسوالۍ – آب قول کرمان، د ګاه او سپندک کوتل، د ورس پل او قناق کوتل مسیرونه د وارې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ بند دي.

 دایکندی: په دغه ولایت کې آسمان ورېځ او د قناق کوتل – جوز بازار، د آبدم کوتل – خدیر ولسواۍ، للګ کوتل – کومې کوتل مسیرونه د وارې د تیز اورښت او دوامداره طوفان له امله د ترافیکو پرمخ بند دي.

 د یادونې وړ ده، چې د یاد وزارت د ولايتي رياستونو د واورې پاکونې ټيمونه د بندو لارو په واوره پاکونه بوخت دي او هڅه کوي چې ژر ترژره یادې لارې د ترافیکو د تګ راتګ په موخه پرانیزي.

ټولګټو وزارت د ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوي، چې د زیان منونکو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال دې ګرمې جامې، ژمنې توکي او د وسایطو لپاره روغنیات او چین (ځنځیر) له ځان سره ولري ترڅو له یادو مسیرونه څخه ډاډ من تګ راتګ وکړي.