ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي رییس: د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې د اسلامي امارت له همکارۍ خوښ یو

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو(MSF) عمومي ریيس فيليپي ريبيرو د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 ريبيرو دبې پولې ډاکترانو(MSF)  له عمومي موخو، په افغانستان کې د دوی له فعاليتونو، کاري ساحو او وړاندې شويو خدمتونو څخه يادونه کړې.

 نوموړي ویلي؛ مونږ په روان کال ۱۴۰۲ کې تر ۷۰۰ زره پورې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي او د يادو مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت له همکاريو څخه خوښ او منندوی يو.

فيليپي ريبيرو له بهر څخه د درملو په رالېږد او هم له هوايي لارې د ناروغانو په لېږد کې له ځينو ستونزو څخه هم يادونه کړې.

د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال په افغانستان کې د (MSF) خدمتونه ستایلي او د يادې لړۍ د پراختيا او دوام غوښتنه يې کړې.

نوموړي د شته ستونزو د هواري ژمنه يې کړې او ویلي يي دي؛ هر هغه بنسټ چې د افغانستان د بقا لپاره کار کوي، د بهرنيو چارو وزارت له ټولو سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی.