ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامه پوهاوي په موخه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د سرطان ناروغۍ نړیوالې ورځې په موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخوندزاده حامد، د عامې روغتیا وزارت د بېلا بېلو ریاستونو رییسانو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کول اړین بللي او د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه یې د عامه پوهاوي لوړول، په سرطان ناروغۍ د اخته ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او په دې برخه کې له هېوادوالو سره د د معلوماتو شریکول دي.

حبیب الله اخوندزاده حامد ویلي؛ د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په نېږدې راتلونکي کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري روغتون جوړ کړي؛ تر څو وکولای شي په کور دننه هېوادوالو ته په یاده برخه کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تلو مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکټر حیدرخان حیدر د ناروغیو په اړه هېوادوالو ته د معلوماتو د شریکولو او عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې کړي او په دې برخه کې د رسنیو رول اړین بللی.

 ډاکټر احمد سِیر پاڅون د یادې ناروغۍ د درملنې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې په نېږدې راتلونکي کې د هېواد په ټولو زونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړي.

نوموړي زایته کړې؛ د جمهوریت روغتون له ریفورم وروسته به چې چارې یې عملَا د عامې روغتیا وزارت له لوري پرمخ روانې دي د سرطاني ناروغیو د درملنې ځانکړې برخه به په کې فعاله شي.