ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو په پار لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۵ کسیز نوملړ په ډاګه کړ، چې سربېره پر دې پکې څلورو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۹مه نېټه د کېنډي په پالیکلي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په دغه ۱۵ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي.

دغه راز د یادو ۱۵ لوبغاړو سربېره شرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ځدران د یاد نوملړ په اړه ویلي؛ زموږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړو هېوادونو سره د نورو موضوعاتو سربېره د لا ډېرو دوه اړخیزو سیالیو پر تنظیم خبرې اترې وکړې.

نوموړي زیاته کړې؛ دا د ۲۰۲۲م کال له وروستیو راهیسې له سریلانکا سره زموږ دریمه لوبلړۍ ده چې ترسره کوو یې، دغه راز به له نورو هېوادونو سره هم ورته لوبلړۍ زیاتې کړو، چې ورته چاره د افغان کرېکټ په لا ډېر پرمختګ او ودې کې غوره رول لوبوي.

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د روانې فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱ او ۱۳مه نېټه ترسره شي، چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه هم درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.