ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د بلخ په حوزوي روغتون کې د میندو د پاملرنې مرکز پرانیست

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ  والي محمدیوسف وفا او د بلخ عامې روغتیا رییس حاجي رحمت الله منصور په شمول د دې ولایت د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه له نژدې لیدني ترڅنګ په یاد روغتون کې د قابله ګانو په لارښوونه د میندو د پاملرنې یو مرکز پرانیست، چې د پرانیستنې وروسته یې د بلخ حوزوي روغتون له ټول روغتیايي پرسونل، ډاکټرانو، صحي علومو استادانو او مسولینو سره ناسته کړې.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله د روغتیا په برخه کې له يو شمېر ستونزو سره مخ دی، ځکه دلته په ۲۰ کلنه جکړه، کې د صحت لپاره هیڅ اساسي کار ندی شوی.

په منظم ډول سروې نده ترسره شوې، لومړی، دویمه او دریمه درجه ولایتونو ترڅنګ هغو ولسوالیو ته چې روغتیايي خدمتونو ته یې سخته اړتیا درلوده په وخت رسېدنه نده شوې، په ټول هېواد کي ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دی، پداسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل باید ۴۵ زره بسترونه شتون ولري، چي د دې بسترونو د ډېرېدو سره کاري پرسونل، ډاکټران، استادان او نوري برخي باید ډېر کړل شي، چې دا د هېواد د عامې روغتیا په مخ کي یو لوی چلینج دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د موجوده امکاناتو په ذریعه د اسلامي امارت په راتګ سره ټولو خپل کوښښونه کړي دي او خدمات وړاندي کوي.

طبابت هره ورځ په نوې بڼه نړۍ ته وړاندي کیږي، په هره برخه کې یې نوي پرمختګونه رامنځه کیږي او د پرمختګ په لور روان دی، نو د هېواد ټول مسلکي او تخصیصي ډاکټران باید په نوې ټکنالوژۍ ځان پوه کړي او خپل علم نورو ته انتقال کړي.

سرپرست وزیر ویلي؛ په تېرو دوو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت کوښښ کړی، په کومه طریقه د هېواد د ډاکټر سویه او هغه لاسته راوړی مهارت د ټولي نړۍ سره یو شان او هماهنګ کړو، د سیمي له هېوادونو سره د دوی اړیکي قوي کړو، داخل هېواد کې داخله او جراهي تخصص وکړي، چي الحمدالله په دې برخو کي بریالي شوي یو.

په وینا یې؛ د روغتیا معیاري کولو، د ښو خدمتونو، مسلکي او تخصیصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندي کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د بلخ والي ویلي؛ دا هېواد په تېرو دوو کلونو کي خپلواک شوی، بودیجه، ولس، پروژې، د بنیادي کارونو او پرمختګونو پروژې د خپل هېواد دي او د هېواد لپاره ټولې هغه نقشې پلان کيږي، چي د راتلونکي لپاره د پرمختګ سبب وګرځي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ډاکټرانو او د دې هېواد د صحي کاري پرسونل دا زحمتونه، قربانۍ او د کوښښونو ثمره راتلونکو نسلونو ته پاته کیږي، نو ټول باید د دې هېواد لپاره په پوره صداقت سره خدمتونه وړاندې کړو او شپه ورځ د دې ځورېدلي ملت سره هغه ژمنه، چي مو کړې په عملي ډګر کي ثابته کړو.