د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د څو ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې ناستو کې د ننګرهار، بادغیس، زابل او د کابل د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ له اوږدو مبارزو وروسته افغانان د اسلامي نظام څښتنان شوي دي.
یادو علماوو او قومي مشرانو زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له بریا وروسته ولسونه سره منسجم شوي، بې اتفاقي ختمه شوې او په سیمه ییزه همکارۍ کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
هغوی دغه راز د خپلو ولایاتو او سیمو ستونزې او وړاندیزونو هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال شریک کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د حکومت دروازې د ولسونو پر مخ پرانستي دي او دا یې د علماوو مسولیت ګڼلی، چې مسولین خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خلکو او ولسونو په همکارۍ رامنځته شوی دی، د دې نظام تر چتر لاندې ټول افغانان د ارامۍ ژوند کوي او مسولین کوښښ کوي، چې د خلکو ستونزې په وخت سره حل شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اړونده ادارو ته به د یادو قومي مشرانو د ستونزو حل لارښوونه وکړي او له خلکو یې غوښتي، چې د هرې سیمې خلک دې خپلې ستونزې او وړاندیزونه تر مسولینو ورسوي.