ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر: په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازي شتون اړین دی

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مسول سکاټ سمیټ سره لیدنه کړې.

سکاټ سمیټ د افغانستان په اړه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون کوي او د دواړو لوریو په اندېښنو او غوښتنو به خبرې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ په یاده ناسته کې به له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو دوام او د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل او اړیکو پراختیا د اجنډا نورې برخې وي.

ښاغلي سمیټ هیله ښودلې، چې له دې ناستې څخه د یوه فرصت په توګه استفاده وشي او دغه ناسته د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغوونکی رول ولوبوي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د ستونزو حل خبرې اترې دي او اړتیا ده، چې په ټولو نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازی شتون ولري.

نوموړي غوښتنه کړې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم باید د اسلامي امارت په اختیار کې ورکړل شي، تر څوامارت له دې فرصت څخه په استفادې د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي او خپل پیغام  ورورسوي.

مولوي ذاکر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره ټولو اقوامو او هېوادوالو ته د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره شوې ده، اسلامي امارت له هیچا سره د پخوانۍ دندې له امله حساب نه کوي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او یوناما کولای شي، چې په دې برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس د دوحې ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بللی او غوښتنه یې کړې، چې د اسلامي امارت په مشرانو لګېدلي بندیزونه غیر عادلانه دي او باید پای ته ورسیږي.