ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي نظام د علماوو او مجاهدینو د بې‌شمېره قربانیو پایله ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او مشرانو سره لیدنه کړې.

مشرانو او سپین ږیرو د بادغیس ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړي او په هېواد کې یې د اسلامي امارت پر حاکمیت او د سرتاسري سولې او ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې.

مخورو ویلي؛ د بادغیس ولسونو له کلونو درد او غم، ناامنیو او بې ثباتۍ راوروسته اوس په امنیت او هوساینه کې ژوند کوي، چې له شک پرته دا چاره د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو د زحمتونو او هڅو پایله ده.

مشرانو زیاته کړې؛ د بادغیس علماو او مجاهدینو په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمېدو او د وطن د ازادۍ لپاره زیاتې قربانۍ ګاللي او په راتلونکي کې یې هم د ملاتړ لپاره هر ډول سرښندنو ته حاضر دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس مشرانو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وطن د ازادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت په برخه کې د دوی سرښندنې او قربانۍ ستایلي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ دا نظام د دې خاورې د علماوو او مجاهدینو د بې شمېره قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې د افغانستان په ټول مسلمان ولس پورې اړه لري او ملاتړ یې هم د هر وګړي اسلامي او ملي وجیبه ده.