د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریيس عبدالقاهر فيروز د يو اين هبيتات موسسې له اجرايوي مسول بين فلاور سره د همغږۍ غونډه کې په دوامداره همکارۍ ټينګار کړی.
عبدالقاهر فيروز پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د يو اين هبيتات د تېرو فعاليتونو مننه کړې او په راتلونکې کې يې د نورو همکاريو غوښتنه کړې.
نوموړي په دې ناسته کې له يو اين هبيتات څخه غوښتي، چې د هېواد په هغو سيمو کې چې ډېره اړتيا ده کار وشي او بودیجه دې په اقتصادي او بنسټیزو پروژو ولګول شي.
همدا راز ښاغلي فيروز د يادې موسسې استازي ته ویلي؛ ستاسو له لارې نړيوال بانک ته پيغام ورکوو، ترڅو په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.
بين فلاور په هېواد کې د وروستو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ په راتلونکي کې به هم د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ يو اين هبيتات د خلکو اړتيا ته په کتو د کار هوډ لري، ترڅو د خلکو ستونزې حل او پروژې په بنسټیزه توګه ترسره شي.