نن پنجشنبه د سهار ۸:۰۰ بجې د پاکستان پارلماني او د څلورو ایالتي شوراګانو ټاکنې پیل شوې.
ویل کېږي، چې دې ټاکنو کې به ۱۲۸ میلیونه پاکستاني وګړي د راتلونکو پینځو کلونو لپاره خپل راتلونکی دولت وټاکي.
د یادو ټاکنو لپاره څه باندې ۹ زره او ۵۰۰ د رایېاچونې مرکزونه پرانیستل شوي او د امنیت د ټینګښت لپاره په لنډمهاله توګه مخابراتي خدمتونه بند شوي دي.
ټاکل شوې، چې دې ټاکنو کې د سیاسي حزبونو ۵ زره او ۱۲۱ نوماندان د پاکستان ملي شورا څوکیو لپاره سیالي وکړي.