ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارو موسسو سره د ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ او د ۱۹ ملي او نړیوالو موسساتو ترمنځ په مختلفو برخو کې د ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر ویلي؛ د زیانمنو هېوادوالو څخه ملاتړ او د دوی ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسولیت دی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدې مسولیت ته په کتو مختلفو برخو کې اړمنو خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې دي او د خدمتونو لړۍ به روانه ساتي.

د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې یوار بیا مختلفو اقشارو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له نړیوالو او کورنیو موسساتو سره تړونونه لاسلیک شول او دا کار به وشي کولای په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارموندنې سبب شي او د اړمنو وګړو څخه به ملاتړ وشي.

مولوي حقبین زیاته کړې؛ هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او په هره برخه کې د پروژو پلي کېدو ته مناسب شرایط برابر دي، چې باید مکلفیتونه په سمه توګه درک او هېوادوالو ته لازم خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې همکاره موسسې دې باید د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د اسلامي امارت اصول په پام کې ونیسي.

نوموړي په نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې نه باید بشري مسایل د سیاسي ملحوظاتو تر تأثیر لاندې راولي.

د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد جان آغا هم پخپلو خبرو کې د یادو هوکړه لیکونو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي يي دي؛ له ۱۹ ملي او نړیوالو مؤسساتو سره مو د څه باندې ۷۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له امله به یې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې نږدې ۲۵ زره هېوادوال ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ له ماشومانو څخه ساتنه، روزنتونونه، بشري مرستې او فن او حرفې د یادو هوکړه لیکونو د پوښښ مهمې برخې دي او پدې برخو کې وزارت چمتو دی، چې له موسساتو سره نږدې کاري اړیکې ولري او دوی ته سهولتونه برابر کړي.

په پای کې د یادو موسساتو استازو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري دوی ته د سهولتونو او امکاناتو له برابرولو څخه قدرداني کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د هوکړه لیکونو د موادو اړوند به خپلې کړنې پرمخ بیايي.