د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د عامې روغتیا وزارت په شمول ګڼو چارواکو ګډون پکې کړی و، پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي: “دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل کېږي.
یاد لابراتوار به د پولیو ناروغۍ په ژر او کره تشخیص کې اړین رول ولري او د دې لابراتوار پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د جدیت ښکارندويي کوي.”
ښاغلي وزیر زیاته کړې، چې د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي او زموږ موخه دا ده چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال افغانستان له پولیو پاک کړو.
ښاغلي وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو را پدېخوا د هېواد په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی، په ځانګړي ډول د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونو په برخه کې او د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د ښاغلي عباد په وینا؛ د لابراتوار د نتایجو په پایله کې کولای شو کره پرېکړې وکړو او د پولیو په پروګرام کې لا نور اصلاحات رامنځته کړو.
د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې رییس ډاکټر حمید جعفري د دې لابراتوار پرانیسته د پولیو د تشخیص او له منځه وړلو په برخه کې یوه ستره لاسته راوړڼه ګڼلې او په راتلونکي کې یې د افغانستان د روغتیايي سکټور په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په پای کې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي تشخیصیه لابراتوارونو رییس ډاکټر احمد ناصر حنفي ویلي؛ د پولیو تشخیص دغه لابراتوار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه په هڅو او د بهرنیو همکارانو په مرستې سره جوړ شوی، چې وروسته له دې به په دې لابراتوار کې د پولیو د پېښو تشخیص کېږي.
افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار په لومړي ځل د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په ملاتړ جوړ شوی، چې پرون پنجشنبه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.