ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې له سریلانکا ماتې وخوړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۴۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ‌وهنه بلنه ورکړه.

سریلانکا لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۳۸۱ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په پرله‌پسې ډول پینځه ارزښتمنې ویکټې یو پر بل پسې له لاسه ورکړې او محمد نبي عیسی‌خیل او عظمت‌الله عمرزي پر شپږمه ویکټ یوه پیاوړې ملګرتیا پيل کړه.

د محمد نبي او عظمت الله عمرزي ترمنځ د ۲۴۲ منډو ملګرتیا د شپږمې ویکټې لپاره د افغان اتلانو له لوري تر ټولو لوړه او په ټوله کې دویمه لوړه ملګرتیا شوه.

دغه راز دا ملګرتیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې هم د شپږمې ویکټې لپاره دویمه لوړه ملګرتیا وشمېرل شوه.

محمد نبي عیسی‌خیل ۱۳۶ منډې جوړې کړې او عظمت‌الله عمرزي بیا ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د شپږو لوبغاړو په زیان سره یې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او په ۴۲ منډو یې ماتې وخوړه.

افغان لوبډله به د یادې لوبلړۍ دویمه لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۱۱مه (یکشنبې ورځ) په همدې لوبغالي ترسره کړي.