ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر رفح ښار د اسرائیلي بریدونو دوام؛ ګڼو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د راپورونو پر اساس د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار او مرکزي برخو د صهیونیستي رژیم له لوري هوایي بریدونه روان دي، چې ګڼ شمېر عامو وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې.

ویل کېږي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو غزه کې د اسرائيلي بریدونو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې.

د دې بریدونو پر دوام ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې اندېښنه څرګنده کړې او امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې پر رفح ښار بریدونه به یو ناورین وي.

مرستندویه بنسټونه هم وايي، چې د ښار د ټولو اوسېدونکو ایستل ناممکن دي.

رفح ښار کې ډېری هغه کډوال اوسېږي، چې د غزې له نورو سیمو د جګړې له امله کډه شوي او په خیمو کې ژوند کوي.

له دې خبرداریو سره سره اسرائیلو پر رفح ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په یوه شپه کې له سلو شهید شویو فلسطینیانو اته یې یوازې په رفح ښار کې دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژيم د بریدونو له پيله تر اوسه نږدې ۲۸ زره فلسطینیان شهیدان او ۶۷ زره نور ټپیان شوي دي.