د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې شوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د سطحې پر لوړولو او پراختیا باندې ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې له لوړولو سره په ګڼو برخو کې لا زیات پرمختګونه رامنځ ته کېدلی شي.
مولوي امیر خان متقي زیاته کړې؛ افغانستان سره له دې چې د ګلخانهيي ګازونو تولید کې برخه نه لري، اما د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له روسیې غوښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې کارکوونکو ته روزنه ورکړي.
ښاغلي متقي همداراز د چاپيریال ساتنې په اړه په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د شتون په برخه کې د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې.
روسلان عادلګیرییف د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې د لوړېدا پر لارو چارو غږیدلی او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شریک کړي.
د روسیې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې د افغانستان استازي باید د اقلیم د بدلون اړوندو نړیوالو ناستو کې ګډون وکړي او زیاته کړې یې ده، چې روسیه به د COP 29 راتلونکې ناسته کې چې د اذربایجان په باکو کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.
نوموړي ویلي؛ د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوې اړخیزې سوداګرۍ کمیسیون باید خپل کار پیل کړي.