ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ سعودي عربستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي ناستې غوښتنه کړې

د غزې په جنوب کې پروت رفح ښار باندې د اسرائیلو د برید پریکړې او دوام په اړه له اندېښنو وروسته د یو بل بشري ناورین په اړه غبرګونونه او اندېښنې زیات شوي.

سعودي عربستان یې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي ناستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دې برید مخه باید ونیول شي.

مصر هم خپل نظامي ځواکونه او تجهیزات د رفح ښار پر پوله ځای پر ځای کړي او خبرداری یې ورکړی، چې په یاد ښار د بریدونو دوام به د دواړو هېوادونو د سولې هوکړه‌لیک له خنډ سره مخ کړي.

شاوخوا يو نيم ميليون فلسطينيانو غزه کې د اسرائيلي بریدونو له امله په رفح ښار کې پناه اخيستې.

رفح ښار کې ډېری هغه کډوال اوسېږي، چې د غزې له نورو سیمو د جګړې له امله کډه شوي او په خیمو کې ژوند کوي.

د دې بریدونو پر دوام ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم اندېښنه څرګنده کړې وه او امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و، چې پر رفح ښار بریدونه به یو ناورین وي.