ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې فدراسیون ولسمشر له سلاکار سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه؛ د اقلیمي بدلون په برخه کې په ګډې همکارۍ خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان او روسیه ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو سره تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او روسي پانګوال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

محترم ملا صاحب د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیان ورته رسېدلی او د دغه زیان په بدل کې هېڅ ډول همکاري نه ده ورسره شوې.

ښاغلي روسلان عادلګیرییف افغانستان کې د راغلو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو ریښتینی انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتلو سره ډېری روسي پانګوال چمتو دي، چې دلته په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.