ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې بشري ناورین؛ د سختې لوږې خطر په ډېرېدو دی

د غزې شمال کې اوسېدونکي هېڅ خوراکي توکي نه لري او ځینې یې د حیواناتو د واښو لپاره کارېدونکې غلې دانې میده کوي او د ژوندي پاتې کېدو په موخه ځان ته اوړه ترې جوړوي، خو اوس دا زېرمې هم په خلاصېدو دي.

ځینو بیا د څښاک او مینځلو د اوبو پیدا کولو لپاره کیندنې پیل کړې. یو شمېر اوسېدونکي یې د اسرائیلو له لوري د بمبار شویو ودانیو په کڼدوالو کې د اوبو د نلکیو موندلو هڅه کوي، تر څو د څښاک اوبه ومومي.

غزه کې مسولین وايي، چې پر ملکیانو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د لوږې خطر په ډېرېدو او مخنیوی یې ستونزمن دی.

دوی زیاتوي، چې فلسطیني کورنۍ په دوو ورځو کې یو وخت په نیمه ګېډه ډوډۍ خوري او حتا د خوراک لپاره په بازار کې واښه هم نشي پیدا کولای.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې د غزې په شمال کې د ماشومانو خوارځواکي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده.

سره له دې چې د غزې شمال کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د یوه لوی بشري ناروین د رامنځته کېدو وېره موجوده ده، خو صهیونیستي اشغالګر بیا هم د بشري مرستو د رسېدلو مخنیوی کوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې صهیونیستي رژیم د لاهه نړیوالې محکمې حکم ته له پام پرته غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

یاد وزارت زیاتوي؛ په دې حملو کې تر اوسه ۲۸ زره او ۱۷۶ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغه‌راز ۷۶ زره او ۷۸۴ نور ټپیان شوي دي.