د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ د اتو لوبډلو تر منځ د قرعه کشي (پچې اچونې) مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه او د بدني روزنې او سپورټ مسولینو ګډون کړی و.
په یاد غوره لیګ کې ۸ لوبډلې په دوو ګروپونو کې سیالۍ کوي.
په “الف” ګروپ کې د ام بلاد، سپینغر، نښتر او پامیر لوبډلې او په “ب” ګروپ کې بیا د بالاحصار، بست، نیګین هریوا او هندوکش لوبډلې یو له بل سره لوبېږي.
په دې مراسمو کې د بدني روزنې او المپيک رييس مولوي احمدالله وثيق ویلي، چې سږ کال د هېواد د واليبال ملي لوبډلې لوبغاړو د پام وړ پرمختګ کړی او په شپږو بهرنیو سياليو کې يې هم ګډون کړى دى.
نوموړی زیاته کړې، چې ورزش اوس د ودې او پراختیا په حال کې دی او زموږ له وعدې سره سم د هېواد ګوټ-ګوت ته رسېدلی دی.
د ملي راډيو تلويزيون لوی رييس قاري محمد يوسف احمدي ویلي، چې ملي راډیو تلویزیون د بېلا بېلو ورزشي رشتو د ودې او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د یادولو وړ ده، چې دا سيالۍ هر کال کابل کې د شپږو لوبډلو تر منځ تر سره کېدې، چې سږ کال به د دوو نورو لوبډلو په زیاتولو سره د اتو لوبډلو تر منځ ترسره شي.
یادې لوبې د ملي سپورت له لوري په ژوندۍ بڼه خپرېږي.