ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي لیدنه؛ د روغتیايي ځالو په معیاري کولو خبرې شوي

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت او د دې ادارې ترمنځ د روغتیايي ځالو د معیاري کولو په ځانګړي ډول؛ د ودانیو د رغونې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د پیاوړتیا، لا زیاتې همغږۍ، د روغتیايي برخو د تخنیکي ملاتړ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلي دي او ویلي يي دي؛ موږ به هڅه وکړو، ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ امکاناتو ته په پام سره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته دوام ورکوو.