ملي دفاع وزارت وایي، د اسلامي امارت سرحدي مسولینو او ایراني سرحدي ځواکونو د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې پر سرحدي مسایلو دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ګډې همغږۍ ناسته شوې.
په دی ناسته کې د یاد ولایت کمیسارۍ په انګړ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پینځمې سرحدی لوا قوماندان برید جنرال محمد رحيم خادم په مشرۍ ترسره شوې، چې د ایران لوري څخه د سرحدي ځواکونو مرستيال محمد رضا بیات او د يادو سرحدي ځواکونو لومړی درجه مرستیال سرهنګ شيدا هم ګډون درلود.
یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو او همکاریو اړوند د نظر د تبادلې سربېره د ستونزو د حل په اړه هم خبرې شوې.
د اسلامي امارت سرحدي مسولينو ايراني لوري ته د ګاونډيو هېوادونو سره د هر ډول ګډو همکاريو او د ښو اړيکو ساتلو ډاډ ورکړی.
ايراني پلاوي هم د ملي دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو له همکارۍ خوښي څرګنده کړې.