ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان ټاکنې؛ د ائتلافي حکومت جوړیدو هڅې روانې دي

وروسته ترهغې چې د پاکستان د تېرې پنجشنبې په ورځ ټاکنو یو سیاسي ګوند هم د لومړي وزیر د څوکۍ ګټلو لپاره غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نه کړې، اوس د دې هڅې روانې دي، چې دغه هېواد کې ائتلافي حکومت رامنځته شي.

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند او د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند، چې دغو ټاکنو کې د مستقلو ګوندونو په توګه دغو ټاکنو کې یې لومړی او دویم ځایونه خپل کړي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ګډ ائتلافي حکومت د رامنځته کولو پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند؛ چې دغو ټاکنو کې یې رسمي ځای نه درلود، خو د ګوند له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې په ټول پاکستان کې تر ټولو ګوندونو ډېرې ۹۲ څوکۍ ترلاسه کړې دي ویلي، چې ټاکنو کې درغلي شوې او د دغه ګوند له ملاتړ څخه د برخمنو نوماندانو حق بې ځایه شوی دی.

د دغه ګوند پلویانو له دوو ورځې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې په لاریونونو لاس پورې کړی او دغه راز یې په ستره محکمه کې په دې اړه قضیه هم ثبت کړې ده.