ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټبال فدراسیون سره په همغږۍ د دې ولایت په مرکز امو فوټسال لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالیو درې ټورنمېنټونه پیل شول.

د دغو سیالیو د الف ګروپ فوټسال ټورنمېنټ د ۲۶ لوبډلو ترمنځ، غوره لیګ فوټسال ټورنمېنټ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ او لوړ عمر لرونکو ( پیشکسوتان ) فوټسال ټورنېمنټ د اته لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي.

د دې سیالیو په لومړۍ ورځ درې سیالۍ ترسره شوې، چې په الف ګروپ سیالیو کې ستاره‌های سادات خپلې سیالې استقلال لوبډې ته ۷ ـ ۱ ماته ورکړه او په لوړ عمر لرونکو سیالیو کې ستاره‌های سادات خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته ۱۰ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.

همدارنګه د غوره لیګ سیالیولومړۍ لوبه د واحدي او معارف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هیڅ لوبډله یې په ګټلو بریالۍ نه شوه او سیالۍ ۴ ـ ۴ مساوي پای ته ورسېده.