د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو پرون سه شنبې اعلان کړی، چې د لومړي وزیر په توګه د نواز شریف له حکومت څخه ملاتړ کوي.
نوموړي دغه راز د تحریک انصاف ګوند له ملاتړ څخه برخمنو ګټونکو نوماندانو څخه غوښتي، چې حکومت کې ورسره شریک شي.
خو تحریک انصاف ګوند ویلي، هڅه کوي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ځینو نورو ګوندونو په مرسته ایالتي حکومتونه جوړ کړي.
پاکستان کې د تېرې پنجشنبې ورځې ټاکنو کې د دغه هېواد یو ګوند هم وه نه توانېده، چې غوڅ اکثریت رایې ترلاسه کړي او د نواز شریف مسلم لیګ او د بلاول بوټو د پاکستان د خلکو ګوند دوه رسمي مخکښ ګوندونه دي، چې دغو ټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې دغو ټاکنو کې یې د رسمي ګډون اجازه نه درلوده، پلویانو او د دغه ګوند له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې ټولټال ۹۲ او تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ لاسته راوړي، خو د ګوند د رسمیاتو د نشتون له امله نه شي کولی، حکومت اعلان کړي.