ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندونیزیا کې ولسمشریزې ټاکنې؛ درې نوماندان د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره سیالي کوي

نن چهارشنبه د اندونیزیا ولسمشریزې ټاکنې د دې هېواد د اوسني دفاع وزیر او د دوو پخوانیو چارواکو په نوماندۍ پیل شوې.

ټاکل شوې په دې ټاکنو کې د اندونیزیا ۲۰۵ میلیونه رای ورکوونکي په ۱۷ زره جزیرو کې د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رایه د خوښې کاندید ته ورکړي.

دغه‌راز په دې ټاکنو کې به لسګونه زره پارلماني نوماندان د ۲۰ زره سیمه‌ییزو او ولایتي څوکیو او د ۱۸ سیاسي حزبونو څخه هم ۱۰ زره نوماندان د پارلمان د ۵۸۰ څوکیو لپاره یو له بل سره سیالي وکړي.

د یادولو وړ ده، چې اندونیزیا کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حزب یا د حزبونو ائتلاف باید لږ تر لږه ۲۰ سلنه پارلماني څوکۍ له ځان سره ولري.