ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې په وړاندې شوو طرحو خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو یو شمېر طرحو په اړه بحث وشو.

دغه غونډې ته له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په یو شمېر ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو جوړولو او همدارنګه د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.