وروسته تر هغې چې د روسیې د حکومت مخالفه څېره الکسي ناولني پرون جمعه د دغه هېواد په یو زندان کې ناڅاپي مړ شو، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د نوموړي د مرګ په اړه د هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.
امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ناولني په ناڅاپي مرګ کې د پوتین حکومت پړ بللی، خو د روسیې د یامالو – نینیټ خودمختارې ولسوالۍ د توقیف خونې مسولینو ویلي، چې ناولني په دغې توقیف خونه کې ساتل کېده او د ودانۍ په انګړ کې تر څو قدمه پلي تګ وروسته حالات یې خراب او تر نیم ساعت وروسته ومړ.
۴۷ کلن ناولني د پوتین یو له سختو مخالفینو څخه وه او د وروستي ځل لپاره تر مرګ یوه ورځ وړاندې په انلاین ډول د محکمې د پرېکړې د اورېدو پر وخت لیدل شوی وه.
نوموړی د روسیې د اپوزیسیون مشر وه او د پوتین د حکومت له لوري د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۱۹ کاله بند محکوم شوی وه.
کرېملېن د ناولني د مړینې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.