ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ چې د کورني کرېکټ څانګې د کلني پلان له مخې د کب میاشتې په لومړۍ نېټه، د راتلونکې سه شنبې په ورځ ۱۵م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به په کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرېکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي، چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۶ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي.

د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د کابل، لغمان، فاریاب، خوست ب، ننګرهاب ب او اې سي بي ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې ننګرهار، پکتیا، لوګر، بلخ، کابل ب او چېیرمېن ایلېون لوبډلې شاملې دي. باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د کندهار ولایت په دوه لوبغالو او د دویم ګروپ سیالۍ بیا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پلان شوې دي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یوځل مخ شي او په ټوله کې به پینځه سیالۍ ترسره کړي، چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۳م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د کابل، لوګر، لغمان او ننګرهار لوبډلو له وړاندې لاره موندلې وه.

د دوی ترڅنګ د خوست ب، کابل ب، پکتیا، بلخ، فاریاب او ننګرهار ب لوبډلو له تېرو دویمه درجه سیالیو څخه یادو سیالیو ته لاره وموندله.

دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم دوه نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي، چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي؛ دویمه درجه ولایټي سیالۍ په خورا کامیابه بڼه ترسره شوې او موږ ته یې ډېر غوره لوبغاړي په لاس راکړل، چې د کورني کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه زیری دی.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په هېواد کې د کرېکټ پرمختګ ته ژمن یو او هڅه کوو، چې د کورني کرېکټ پیاوړی جوړښت ولرو تر څو ملي لوبډلې ته پیاوړي او په تول پوره لوبغاړي ورکړو او په راتلونکي کې ځوانې او پیاوړې ملي لوبډلې ولرو.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت ب لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي، چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.