ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر قلندر عباد او د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر لیدنه؛ په ګډو روغتیايي همکاریو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د ترکیې هېواد د ونډې او د دواړو هېوادونو تر منځ د لا دوامداره همکاریو په اړه خبرې شوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د اتاترک د کوچنيانو د درملنې تخصصي روغتون او د هېواد په شمالي ولایتونو ( جوزجان، فاریاب او تخار) کې د ترکیې هېواد له لوري د جوړو شويو روغتيايي مراکزو سره د یاد هېواد له لوري د روغتیايي مرستو مننه او قدردانی کړی.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په همدې برخه کې له بيلا بيلو لارو هڅې کوو تر څو د ظرفيت لوړونې لپاره زمينه برابره شي.

د ترکیې هيواد سفیر په روغتیايي برخه کې د ګډ کار او پر دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ موږ په نورو برخو کې د همکارۍ تر څنګ ژمن یو، چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړو.