ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي ظلمونو نوې بڼه او د رامنځته شوي ناورین پراختیا

وروسته تر هغې چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې د النصر روغتون محاصره او وروسته یې پرې برید وکړ، ویل کېږي، چې هلته یې لسګونه ملکي فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي او شاوخوا ۱۰۰ تنه نور یې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

که څه هم اسرائیلي پوځ ویلي، چې نیول شوي کسان د حماس غورځنګ غړي او وسلوال دي، خو د روغتون مسولینو یې په اړه ویلي؛ وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي ټول ملکي وګړي دي.

د مسولینو په وينا؛ نیول شویو کسانو کې د روغتون کارکوونکي، روغتیاپالان، ناروغان او هلته راټول شوي نور ملکي وګړي شامل دي.

غزه کې د فلسطین د روغتیا ادارې مسولینو ویلي؛ د اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۸ زره ۷۷۵ او د ټپیانو شمېر بیا ۶۸ زره ۵۵۲ تنو ته رسېدلی.

د چارواکو په خبره سیمه کې ناورین ورځ تربلې مخ په پراخېدو دی.

دغه راز غزه کې د اوربند د ټینګېدو هڅې روانې دي، خو د ښکېلو لوریو د شرایطو د پېچلتیا له امله تر دا مهاله له ناکامۍ سره مخ دي.

همدارنګه دغې جګړې غزې ته میلیاردونه ډالر زیان هم اړولی او تر یو میلیون زیات کسان یې د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.