ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال: اسلامي هېوادونو له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې له پخوا زیاتې کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوی قدرت الله جمال د ترکیې هېواد د ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

 یاده لیدنه کې ترکیي سوداګرو په افغانستان کې  دهوايي ډګرونو، برېښنا په توليد، صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو کې پانګونې لپاره خپل چمتوالي څرګند کړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د دواړو هېوادونو په تجارتي اړيکو او د‌ هېواد‌ په خصوصي  او دولتي سکتورونو (هوایي ډګرونه، د برېښنا په توليد، صنعتي پارکونه او د تجارتي ښارګوټو) په بيا رغونه کې د ترکيې هېواد ملي سوداګرو ونډه اړينه بللې او ویلي يي دي، داسې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې لا پياوړې کولای شي.

مولوی قدرت الله جمال زیاته کړې؛ تجارت او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي، زموږ اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده.

ښاغلي جمال ویلي؛ افغانستان له اسلامي هېوادنو سره تجارتي اړیکو ته ليواله دی، ډيرو اسلامي هېوادنو له افغانستان سره تجارتي اړیکې له پخوا څخه زياتې ټينګې کړې دي او په افغانستان کې يې پانګونه هم کړې ده.