د ایران سفارت کلتوري مسولینو په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره لیدنه کړې.
یاده لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څرنګوالي په اړه خبرې شوي.
د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د وضعیت او زده کړې د څانګو په هکله معلومات د ایران سفارت له کلتوري مسولینو سره شریک کړي دي.
د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان له خلکو سره د ایران له نېک چلند قدرداني کړې او ویلي يي دي؛ اوس مهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې؛ د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ستونزو د هواري په موخه د استادانو او د درسي نصاب کیفیت لوړولو او د یاد هېواد په سازمانونو کې د دې ادارې فاغینو د منلو غوښتنه کړې.
ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سره د ایران د همکارۍ څرنګوالي په اړه ویلي؛ د نصاب په برخه کې اړتیا ده چې د چارو یو متخصص ټیم افغانستان ته سفر وکړي، همدارنګه څانګې او روزنیزې بستې هم شریکې کړل شي.
همدارنګه نوموړي د دواړو هېوادونو د تخنیکي او مسلکی زده کړو بنسوټونو ترمنځ د تجربو شریکول، د سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو ټینګار کړی.
امیر رضا ادیبي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د ښو شرایطو او فرصتونو برابرولو لپاره ایران ته دعوت کړی.
نوموړي ویلي، دغه افغانستان اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو په موخه شپه او ورځ هلو ځلو ته اړتیا لري.
ښاغلي ادیبي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د مشرتابه او کاري ټیم ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د علمي سازمانونو کامیابي د متخصص او مسلکی ټیم په شتون پورې تړلې ده.
امیر رضا ادیبي ژمنه کړې، په کابل کې د ایران سفارت د دیپلوماتیکو لارو د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ټولې غوښتنې د ایران مسولینو ته رسوي.
په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتېدو ټینګار کړی.