ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسي پانګوال هېواد کې د برېښنا تولید ته لیوالتیا لري

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور له روسي پانګوال سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې روسي پانګوال د خپلې کمپنۍ د تجربې او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ زموږ کمپنۍ د ۱۲۰ کلونو را په دېخوا په ایران، عراق، سوریه او تاجکستان کې په کار بوخته ده، د پرمختللو وسایلو په درلودو سره چمتو یو، چې په افغانستان کې هم کار وکړو.

نوموړي همدا راز له کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د جوړېدو خبره کړې او ویلي يي دي؛ زموږ کمپنۍ چمتو ده، چې د کثافاتو ستونزه حل کړو او له هغو څخه برېښنا جوړه کړو.

روسي پانګوال د نفتو او ګازو په برخه کې د خپلو امکاناتو او و سایلو یادونه کړې او همدا راز یې له ګازو څخه د برېښنا د جوړولو سربېره د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې، ‏د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

یاد پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د ملاتړ او همکاریو غوښتنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ اوس په ټول هېواد کې سر تاسري امنیت تامین دی، ټولو بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابر دي، سوداګر کولی شي په ډاډه زړه او روڼتیا سره پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په یادو برخو کې همکاري وکړي.