د کابینې ۱۷مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (شعبان المعظم ۸مه/ سلواغې ۳۰ مه) ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په یاده غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.