ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دوې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په مشرۍ دوحه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دوې ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي ګوتریش دغه غونډه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې ګډونوالو یې د افغانستان د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

“نننۍ او پرونۍ غونډه د راتلونکو ناستو لپاره ښه پیل او ډیره ګټوره وه. ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په تړاو درېیمه ناسته هم جوړه کړي.”

د چارو یو شمیر شنونکي بیا د دوحې غونډه د پوښتنې وړ او بې ګټې بولي او زیاتوي، چې داسې غونډو کې پردیپال د افغانانو استازولي نه شي کولای.

ورته مهال کابل کې د روسیې سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون پرځای بللی او ویلي یې دي، چې باید د افغانستان غوښتنې منل شوې وای.

“د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د توجه وړ ګڼو، ځکه چې د یوه مسول حکومت په توګه د افغانستان غوښتنې پکې نه وې منل شوې. د افغان چارواکو د غوښتنې سره سم روسي لوري په هغه مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې، چی تش په نوم افغان فعالانو پکې ګډون کړی وو. “

ټاکل شوې وه په دې غونډه کې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي خو روسیې، چین او ایران د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدل رد کړي او دغه چاره یې د اسلامي امارت له هوکړې سره تړلې، هغه څه چې د افغانستان اسلامي امارت یې له وړاندې مخالفت کړی دی.

حکمت‌الله نعیمي