ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو  د پیل پریکړه‌لیک لاسلیک شو

ازبیکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د سفر په جریان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو (Feasibility Study) د پیل اړوند مهم پریکړه لیک د افغانستان، ازبیکستان او متحده عربي اماراتو د مسولینو له لوري لاسلیک شو.

دغه پریکړه لیک، چې د افغانستان له لوري ښاغلي شرافت، د ازبیکستان له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري د (ADL Ulanish) شرکت رییس الانیش لاسلیک کړ، په اساس به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، اجتماعي او اقتصادي مطالعات(Feasibility Study) په خپل مالي لگښت ترسره کوي او د دغه مطالعاتو نتایج به د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان هېوادونو له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.

همدارنگه دغه مراسمو کې وپتیل شوه، چې سبا ورځ به د افغانستان، ازبیکستان او عربي متحده اماراتو استازي په تاشکند ښار کې په آنلاین ډول د دې پروژې په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه، چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي، له مزارشریف څخه پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان-بغلان – بامیان – میدان وردگ- لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تیریدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان هېواد سره نښلي.

دغه پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې تر فتحې وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره ترسره، د اسلامي امارت کابینې له لوري یې لوری تایید، د چارو د پرمختگ لپاره یې یو کلن عملیاتي پلان لاسلیک او ابتدایي مطالعات (Pre- Feasibility Study) ترسره شوه، چې په واضح ډول د دې مهمې پروژې د عملي کېدو اړوند د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او په ټوله کې د اسلامي امارت ژمنتیا او جدیت ښیي.

همدارنگه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداگرو ته بلنه ورکوي، څو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانگونه وکړي او خپله دنده بولي چې پانگوالو ته د پانگونې په موخه اړین تسهیلات رامنځ ته کړي.