ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: موږ چمتو یوو، چې د خبرو له لارې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ورکړو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو په جوړښت او نېږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړنې په برخو کې پروژې پلی کړي.

د جاپان سفیر ویلي؛ په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان او نورو هېودونو د تعامل لپاره یو ښه فرصت و او زیاته کړې یې ده، د افغانستان لپاره مهمه ده چې په دې ډول راتلونکیو ناستو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، افغانستان او ملګري ملتونه دواړه باید مثبت ګامونه واخلي څو رسمیت پېژندنې ته لار پیدا شي.

کورومیا ویلي؛ نه یوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه پوهېږي، چې افغانستان په تېرو دو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، په افغانستان کې واحد نظام حاکمیت لري او اړتیا ده او سرتاسري امنیت تامین دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو څخه مننه او په دوام یې ټینګار کړی.

نوموړي ویلي؛ جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده، چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختیايي پروژو پلي کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له مرستو او دولتي خدمتونو برخمن شي او ټول افغانان په حکومت کې شامل دي.

د نوموړي په وینا؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نشي او نه به چاته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.

هغه ویلي؛ اسلامي امارت په خپلو شرایطو چمتو و، چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنی نه ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او معنا لرونکی ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ویلي، موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو یوو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.