ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې ستر بشري ناورین؛ یونیسف د ماشومانو د دوه برابره مړینې خبرداری ورکړی

غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو او وحشت په دوام ملګرو ملتونو پرون غزه تړانګه کې د سختې لوږې او خلکو تر منځ د خوارځواکۍ خپرېدلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د خوراکي توکو کمښت به یو ستر بشري ناورین رامنځته کړي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې پینځو میاشتو له پوره کېدو سره سم ډېری نړیوالو سازمانونو اعلان کړی، چې د دې سیمې اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او تقریباً ټول ماشومان له ضد عفوني ناروغیو څخه کړېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، چې غزه کې بشري ناورین به د ماشومانو مړینه دوه برابره کړي.

د یونیسف او خوړو او روغتیا نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر اساس غزه کې ۹۰ سلنه له پینځو کلونو کم‌عمره ماشومان په یوه یا څو ضد عفوني ناروغیو مبتلا دي.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ برخې مسول وايي، چې لوږه او ناروغۍ د غزې د خلکو ژوند ګواښي. دغه‌راز وږي او کمزوري ماشومان چې له رواني ستونزو سره هم مخ دي، له ټولو زیات زیان منونکي دي.

د روان زېږدیز کال تېره جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو د ارزونې پر اساس د غزې ۱۵ سلنه له دوو کلونو کم‌عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ او په بشپړ ډول له بشري مرستو محروم وو، چې دا وضعیت اوس څو چنده بدتره شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس؛ د غزې شمال کې اوسېدونکي هېڅ خوراکي توکي نه لري او ځینې یې د حیواناتو د واښو لپاره کارېدونکې غلې دانې میده کوي او د ژوندي پاتې کېدو په موخه ځان ته اوړه ترې جوړوي، خو اوس دا زېرمې هم په خلاصېدو دي.

ځینو بیا د څښاک او مینځلو د اوبو پیدا کولو لپاره کیندنې پیل کړې. یو شمېر اوسېدونکي یې د اسرائیلو له لوري د بمبار شویو ودانیو په کڼدوالو کې د اوبو د نلکیو موندلو هڅه کوي، تر څو د څښاک اوبه ومومي.

غزه کې مسولین وايي، چې پر ملکیانو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د لوږې خطر په ډېرېدو او مخنیوی یې ستونزمن دی.

دوی زیاتوي، چې فلسطیني کورنۍ په دوو ورځو کې یو وخت په نیمه ګېډه ډوډۍ خوري او حتا د خوراک لپاره په بازار کې واښه هم نشي پیدا کولای.

صهیونیستي اشغالګرو غزه تړانګه او په ځانګړي ډول شمالي برخه په ټینګه محاصره کړې او د غزې بې‌کوره خلکو ته د هېڅ ډول بشري مرستو د لېږلو اجازه نه ورکوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل څخه تر اوسه له ۲۹ زرو زیات کسان شهیدان او له ۶۹ زرو زیات بیا ټپيان شوي دي.