ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د ټولو ولسونو غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن دوو بېلابېلو ناستو کې د اهل تشیع له یو شمېر قومي مخورو او علماوو او همدارنګه په لوګر کې مېشت د دادیخیلو قوم له مشرانو سره لیدنه کړې.

په لومړۍ ناسته کې د اهل تشیع علمای کرامو د اسلامي امارت لخوا د هزاره وګړو غوښتنو ته د رسېدو او له هغوی سره د همکارۍ له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ د تېرو ناستو په پایله کې د حکومت او قومونو ترمنځ د همکارۍ ښه باب پرانیستل شوی او پر وخت د ستونزو د حل له امله د دوی خلک راضي او خوښ دي.

د اهل تشیع قومي مشرانو یادونه کړې، یو شمېر کړۍ له بهره په منفي تبلیغاتو غواړي د افغانستان وضعیت ناسم وښيي؛ خو د اسلامي امارت له مشرانو سره ناستې، د ولس او حکومت د نږدې اړیکو څرګندويي کوي او پر حکومت د خلکو باور په ډاګه کوي.

په دغه ناسته کې د اهل تشیع علماوو په څو لیرې پرتو سیمو کې د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان علما او قومي مشران د حکومت او ملت تر منځ د اړیکو پیاوړي ادرسونه یاد کړي او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ خوښ او مشورو ته یې په درنه سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړې؛ حکومتي ادارې د خلکو په چوپړ کې دي او ډاډ یې څرګند کړی، چې د اهل تشیع وګړو غوښتنو ته به د تېر په څېر رسېدنه وشي.

همداراز په یوه بله ناسته کې د لوګر دادیخيلو قومي مشرانو د هغوی په سیمو کې د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز حالت خبرې کړي او له سیمه ییزو ادارو سره یې د تل پاتې همکارۍ یادونه کړې.

د دادیخیلو قومي مشرانو همدارنګه په خپله سیمه کې د جامع جومات او دینې مدرسې د رغولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال ویلي؛ حکومت خپلو امکاناتو ته په پام د ټولو ولسونو غوښتنو ته پاملرنه کوي او اړونده ادارې به د دادیخیلو د اوسېدونکو ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.