ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا یو ځل بیا غزه کې د اوربند طرحه ویټو کړه

د الجزایر له لوري په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او اوربند په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې طرحه د امریکا له لوري وېټو شوه.

یادې طرحې ته د چین، روسیې او فرانسې په ګډون ۱۳ هېوادونو د تایید رایه ورکړه.

برېتانیا په دې غونډه کې له رایې کارونې ډډه کړې او امریکا یوازینی هېواد و، چې یو ځل بیا یې غزه کې د اوربند طرحه ویټو کړه.

دا درېیم ځل دی، چې امریکا غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنې اړوند د امنیت شورا پرېکړه لیک ويټو کوي.

الجزاير د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د اوربند لپاره د پرېکړه ليک مسوده جوړه او امنيت شورا ته يې وړاندې کړه.

د راپورونو پر اساس په دې پرېکړه لیک کې د فلسطیني وګړو جبري بې‌ځایه کېدل غندل شوي او د نړیوال قانون څخه د سرغړونې پای ته رسول او د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو غوښتنه پکې شوې ده.

امریکا بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوه داسې پرېکړه لیک لپاره مسوده وړاندې کړې، چې په غزه کې د موقت اوربند غوښتنه پکې شوې.

غزه کې روان وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی او اسرائیلو ته د رفح په ښار د عملیاتو نه کولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

رفح ښار کې اوسمهال نږدې یو میلیون بې‌ځایه شوي فلسطینیانو پناه اخیستي، چې د غزې د نفوس نږدې نیمايي برخه تشکیلوي.

په دې ښار کې پناه اخیستلو ته اړ شوي کسان له خورا بد بشري وضعیت سره مخ دي، په کېږدیو یا موقت پناه ځایونو کې ژوند کوي او پاکو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه‌راز ډېری نړیوالو سازمانونو اعلان کړی، چې د دې سیمې اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخ دي او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او تقریباً ټول ماشومان له ضد عفوني ناروغیو څخه کړېږي.