ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت ټولو سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له يو تن راستانه شوي سوداګر محمد فرشید حکیمیار سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير او راستنیدونکو سوداګرو ته د اسانتیاوو د ایجاد کمېټې ریيس نور الدین عزيزي هم شتون درلود.

محمد فرشید حکیميار ویلي؛ دا مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او پانګوال کولی شي له موجوده وضعيت او په هېواد کې د سرتاسري امنیت څخه په استفادې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کانونو په ویستنه، ترانزيټ، انرژۍ، ټکنالوژي او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي، چې دا چاره د اسلامي امارت له هڅو پرته ممکن نه وه.

 مولوي عبد السلام حنفي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت ټولو سوداګرو او پانګوالو په ځانګړي ډول بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي او دوی له هر راز انديښنو پرته کولی شي هېواد ته راستانه او خپلې سوداګريزې چارې پیل کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړې، راستنیدونکو سوداګرو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش ترڅنګ دوی ته د استوګنې د ځمکو وېش، مالياتي معافيت او د سوداګرۍ ویزې ورکړه د هغو اسانتياو له ډلې څخه دي، چې ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري ورته په پام کې نيول شوي دي.

دغه راز زموږ هغه سوداګر وطنوال، چې له هېواده بهر خپلې سوداګريزې چارې مخته وړي هم کولی شي، چې بېرته هېواد ته راستانه او له دغو اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې د‌ هېواد په پراختیا او ابادۍ کې ونډه واخلي.